د انجنیرغلام ‌نقیب بورسیه

معرفي

د ساینس برخې ډېر مینه‌وال د لوړو زده کړو فرصتونه د غربت له وجهې له لاسه ورکوي. زرغون د غربت او جنسیت په اساس له زده‌کړو محرومو هېوادوالو ته په ساینس (فزیک، ریاضي، کیمیا، بیولوژي او انجنیري) برخو کې د بورسیو اعلان کوي. دغه بورسیې چې د ارواښاد انجنیر غلام‌نقیب رسولي پنامه دي، یوازې به په ساینس برخه کې وي. ارواښاد انجنیر رسولي، د هېواد یو له صادق بچیانو و، چې له تخصصي کار سره یې د ساینسي مضامینو وړیا تدریس هم کاوه. انجنیر رسولي ډېر شمېر ځوانان د ساینس په برخه کې وروزل او پرته له کوم غرضه یې د دوی مالي او معنوی ملاتړ کاوه.

موخه

 د ساینسي مضامینو د زده‌کړو او د ساینس فرهنګ د ودې په برخه کې د انجنیر غلام‌نقیب رسولي د ځانګړې ونډې په ویاړ، زرغون په ساینس برخه کې د لوړو زده کړو په موخه د افغان محصلینو د ملاتړ لپاره دغه بورسیه اعلانوي.

د بورسیې جزئیات

د زړه کړو څانګې:

د انجنیر‌نقیب بورسیه یوازې د ساینس برخې زده‌کوونکو ته په لاندې څانګو کې هر کال اعلانیږي:

  • فزیک
  • ریاضیات
  • کیمیا
  • بیولوژي
  • انجنیري
درجه:

د انجنیر غلام‌نقیب رسولي بورسیه په لاندې تحصیلي مقاطعو کې ورکول کیږي:

  • لیسانس
  • ماستري
  • دوکتورا
د ګډون شرایط:

په لاندې شرایطو برابر هېوادوال کولی شي د انجنیر نقیب بورسیې ته اپلای وکړي:

  • د افغانستان اوسېدونکی وي
  • د لوړو زده‌کړو مالي وړتیا ونلري
  • په ساینس برخه کې ښې نمرې ولري
  • په ساینس برخه کې په پښتو ژبه کتاب، رساله یا مقاله لیکلي یا ژباړلي وي
  • بېرته هېواد ته د ستنېدو او په خپل کلي کې د ساینسي مضامینو د تدریس اراده ولري
اړین اسناد:
  • له بهرنیو چارو وزارت څخه تائید شوې شهادتنامه، ترانسکریپټ او ډیپلوم
  • د ټولنې له مشرانو او استادانو په پښتو ژبه دوه ریفرینس لیکونه
  • د خپل ځان او ښوونیز پلان په هکله (500-700) کلیمې لیکنه
  • پاسپورت او الکترونیکي تذکره
د بورسیې نیټه:

د انجنیر غلام‌نقیب رسولي بورسیه به هر کال د اپریل میاشتې په 27مه اعلانیږي:

  • ګډونوال د بورسیې له اعلان څخه تر اته اونیو پورې خپل غوښتنلیکونه رالیږلی شي
  • د بورسیې ګټونکي به د اګیست میاشتې په 6مه اعلانیږي، چې دغه نیټه د انجنیر غلام‌نقیب رسولي د تلین له ورځې سره سمون لري
  • د بورسیې ګټونکی به د سپتمبر میاشتې په 1 خپلې زده‌کړې پيلوي