
مارکسیزم او فزیک
لیک: فهیم سپینغر
شاید عنوان ډېر مزخرف او کلیشهيي درته ښکاره شي. ملامت نه یو ځکه زموږ په ګډه فرهنګي حوزه کې د ساینس په مرسته د اعتقادي مسائلو د اثبات پرېمانه غیرضروري هڅې شوي. دغه عنوان شاید هماغسې یو حس درکړی وي-مار خوړلی له پړي ډاریږي!!! له دې عنوانه زما موخه بله ده. زه غواړم دلته د فلسفې او علم په تړاو وغږېږم. د فلسفې او علم په هکله مې د معروف فزیکپوه ماکس پلانک قیاسي مثال ډېر خوښ دی. یو وخت مې د ماکس پلانک په یوه اثر کې لوستي و: ”که په کلیاتو پوهېدل غواړو نو فلسفه مرسته راسره کوي، خو که غواړو یوه پدیده ژوره درک کړو، باید علم ته مراجعه وکړو. هره فلسفه علم ته او هر علم فلسفې ته اړتیا لري. په دې موضوع د پوهېدو لپاره به د دوو مسافرو قیاسي مثال راوړم. دوه تنه یوځای روان دي، یو یې د ځمکې عمومي شکل( لوړو، ژورو، غرونو، درو، ځنګلونو او شنو) ته پام نیولی په هکله یې فکر کوي. دا بل یو یې یوازې حیواناتو او معدني محصولاتو ته ځير دی په اړه یې فکر کوي. دویم مسافر تل هڅه کوي ترڅو د ژونديو موجوداتو نوې نوعه یا عجیب فلز ترلاسه کړي او بیا یې وڅېړي. د سیمې کُلي شکل په هکله بیا د لومړی مسافر معلومات ډېر دي او په ډېره ښه توګه یې له نورو سیمو سره پرتله کولی شي. لومړی مسافر کولی شي د سیمې حیواناتو، نباتاتو او معدنیاتو په هکله عمومي خبرې وکړي، خو له دې چې خبرې یې کُلي او عمومي دي، نو د اثبات لپاره یې د خپل همسفر(دویم مسافر) نظر ته اړ دی. په دې توګه ویلی شو چې د یوه مسافر کار، د بل مسافر د کار بشپړونکی دی. ډېر ځله داسې هم پېښیږي چې دویم مسافر د خپلو مسئلو د حل لپاره د لومړي مسافر له لوري وړاندي شوو کُلیاتو ته اړ وي…”. په دې وروستیو کې مې د ډېرې بېکارۍ له امله د فزیکي مفاهیمو ځینو جالبو ځانګړنو ته چې مارکسیستي فلسفه تائیدوي ورپام شو. هر یو مفهوم به لاندې پراګرافونو کې توضح کړم.
وڼې معمولاً څو متره لوړې وي. دوی خپلو پاڼو ته له ريښو اوبه پورته کوي. هغه نباتي نسج چې د اوبو پورته کولو دنده لري زایلم نومیږي. زایلم ډېر نرۍ اوږد او په ټوله وڼه کې خپور پایپ ته ورته شی دی. یا ښه به وي ووایم زموږ د بدن رګونو ته ورته دی. زایلم ډېر نرۍ په عین حال کې اوږد دی. اوبه په وڼه کې د زایلم له لارې د ادهزیو قوې له امله پورته کیږي. ادهزیو قوه د اوبو سطحي کشش قوه ده. مثلاً پام به مو شوی وي کله چې د اوبو نل پوره نه وي بند شوی، اوبه څاڅکی څاڅکی ترې توییږي هر څاڅکي ته یې که ځېر شو، ځان یې په نل پورې سرېښ نیولی وي تر هغه چې ورو ورو د ځمکې جاذبه پرې زوروره شي او د څاڅکي په توګه یې را وغورځوي. په نل پورې د اوبو د څاڅکې سرېښوالي د ادهزیو قوې (سطحي کشش قوې) له امله دی. عین پروسه په زایلم کې په معکوس ډول ده. زایلم له دې چې ډېر زیات نرۍ دی نو د نريوالي له امله یې لږ اوبه پکې ځاییږي. هغه اوبه چې د وڼو له پاڼو د تبخیر په توګه بهر وځي له دې چې په زایلم کې له نورو اوبو سره تماس لري، نو له پاڼې د وتو پرمهال نورې اوبه ځانته د سطحي کشش قوې له امله، د جاذبه قوې برخلاف، پاس خپل ځای ته راکشوي. په دې توګه اوبه په زایلم کې د سطحي کشش قوې له امله د جاذبه قوې برخلاف پاس لور ته ځي. که چېرې فرضاً دغه نرۍ زایلم ډبل/ستر کړو( د اوبو د پایپ په اندازه یې ستر کړو). وینو چې په دې صورت کې اوبه په طبیعي ډول پاس نه خیژي. یعنې که عملاً یو پایپ په څاه کې واچوو په طبیعي ډول(سطحي کشش قوې) له امله اوبه پاس نه راکشوي. ځکه کله چې د پایپ خوله غټه کړو نو ډېرې اوبه پکې ځاېيږي کله چې د اوبو مقدار ډېر وي جاذبه قوه نسبت سطحي کشش قوې ته زوروره کیږي، بناً په دې صورت کې اوبه په طبیعي ډول له څاه پاس نه راخیژي، همالته پاتې کیږي. که یې وغواړو چې را پورته یې کړو، باید واټرپمپ یا بمبه باندې یې راپورته کړو. اما که پایپ د زایلم په اندازه نرۍ کړو اوبه به په طبیعي ډول د سطحي کشش قوې له امله، له څاه راپورته کیږي. یعنې هرڅومره چې د پایپ خوله وړیږي د سطحي کشش قوه په جاذبه قوه زوروره کیږي، په دې توګه اوبه په طبیعي ډول پرته له کومې وسیلې پاس خیژي.
له بل پلوه موږ ټولو مقناطیس لیدلی چې وسپنه ځانته راکاږي. په موادو کې مقناطیسي ځانګړنه څنګه منځته راځي؟ فزیک وايي مقناطیسي ساحه د هرې چارجلرونکې ذرې له حرکت څخه منځته راځي. د طبیعت اجزا له اتومونو جوړ دي. ان زموږ بدن له میلیاردونو میلیاردونو اتومونو جوړ دی. اتوم له هستې چې مثبت چارج لري او الکترونونو چې منفي چارج لري جوړ دی. الکترون د هستې شاوخوا حرکت کوي. له دې چې الکترون چارج لري، نو د هستې په شاوخوا د الکترون حرکت او تاویدل مقناطیسي ساحه تولیدوي. په دې اساس ټول ژوندي او غیر ژوندي مواد باید مقناطیسیت ولري او وسپنه ځانته راوکاږي… معمولاً د یوه اتوم د بهرني اوربیتال د الکترونونو شمېر په مقناطیسیت کې رول لري. هغه عناصر چې مقناطیسي ځانګړنه ښيي، د بهرني اربیتال الکترونونه یې جوړه نه دي. یوازې دي. که چېرې د بهرني اربیتال الکترونونه یې کم یا زیاد شي. په مقناطیسیت کې یې بدلون راځي. زموږ بدن د عناصرو مجموعه ده. مثلاً د ټولو انسانانو په هډوکو کې د کلسیم میلیونونه اتومونه دي. اوس له خپل هډوکي د کلسیم یو اتوم په پام کې نیسو. د کلسیم اتوم شل الکترونونه لري چې د هستې شاوخوا یې تاویږي. که د کلسیم اتوم یو الکترون په پام کې ونیسو، نو د هستې شاوخوا د دغه الکترون د حرکت له امله مقناطیسي ساحه تولیدیږي. اما کله چې ټول الکترونونه یې په پام کې ونیسو نو دلته ځینې الکترونونه د بل الکترون په نسبت مخالف جهت کې حرکت کوي، بناً تولید شوي مقناطیسي ساحې یې یو بل له منځه وړي. ځکه خو که د کلسیم ټول الکترونونه په پام کې ونیسو کلسیم اتوم مقناطیسي ځانګړنه له ځانه نه ښيي.
مقناطیسیت بیا په ټوله کې درې ډوله دی. دیامقناطیسیت، پارامقناطیسیت او فیرومقناطیسیت. هغه مواد چې د بهرنۍ مقناطیسي ساحې مخالف عمل کوي دیامقناطیسي مواد ګڼل کیږي. یعنې که چېرې په بهرنۍ مقناطیسي ساحه کې واقع شي مقناطیسیت یې منفي کیږي. دې ډول موادو ته دیامقناطیسي مواد وايي. هغه مواد چې پارامقناطیسي ځانګړنې لري که چېرې په بهرنۍ مقناطیسي ساحه کې واقع شي نو مثبت مقناطیسیت خپلوي اما که بهرنۍ مقناطیسي ساحه بنده شي خپل مقناطیسیت بېرته له لاسه ورکوي. دې ډول موادو ته پارامقناطیسي مواد وايي. فیرو مقناطیسي مواد بیا هغه مواد دي چې کله په بهرنۍ مقناطیسي ساحه کې واقع شي مقناطیسیت خپلوي، که بهرنۍ ساحه قطع شي د دوی مقناطیسیت نه صفر کیږي، لا پاتې وي. اکثر مقناطیس چې موږ لیدلي یا یې پيژنو فیرومقناطیس دي. پوهیږو چې ټکنالوژي هڅه کوي ترڅو د حجم له اړخه وړه خو د کار له اړخه موثره وي. مبایل یو وخت ستر اوس ډېر مغلق اما ووړ شوی. په ټکنالوژۍ کې برېښنا او مقناطیس مهم نقش لري. نو برېښنايي او مقناطیسي وسایل باید واړه شي. ځکه خو په فزیک کې اوس د نانومقناطیست یوه څانګه منځته راغلې، نانومقناطیس د فزیک هغه برخه ده چې مقناطیست په نانو (لس په توان د منفي نه) مقیاس کې څېړي. معمولاً فیرومقناطیسي مواد په نانو مقیاس کې څېړي. دلته هم ډېره جالبه پېښه کیږي. کله چې د فیرومقناطیسي موادو په اندازه کې کمي بدلون راولو یعنې مایکرو او بیا بالاخره نانو اندازې ته یې واړه کړو، نو فیرومقناطیسي ځانګړنه له لاسه ورکوي او پارامقناطیسي ځانګړنه خپلوي، د مقناطیسیت یوه نوې بڼه منځته راولي چې سوپرپارامقناطیس یې بولي. یعنې که د فیرومقناطیس په اندازه کې کَمي بدلون راولو ځانګړنه یې له فیرومقناطیسيت اوړي او پارامقناطیسي ځانګړنه خپلوي.
په همدې توګه د وخت په هکله فزیک وايي وخت د تودوخې له امله له تېر راتلونکي لور ته روان وي. یعنې کله چې تودوخه ولیږدول شي له تېر راتلونکو ته ځو. په ډېره وړه کچه تېر او راتلونکی توپیر نه لري. مثلاً که یوې ذرې ته تودوخه ورکړو، له خپل حالت یې وباسو په حرکت یې راولو او یو بل حالت (راتلونکي) ته یې بیایو. عین کار په معکوس ډول کولی شو چې تودوخه ورکړو په حرکت یې راولو او خپل لومړي ځای(تېر) ته یې بوځو. اما که چېرې حقیقي ژوند ته راشو له راتلونکي تېر ته نشو تللی. زموږ په حقیقي ژوند کې بې شمېره مالیکولونه نقش لري. د تودوخې په ورکړې سره موږ دغه ټول بې شمېره مالیکولونه له خپل حالته اوباسو ، حرکت ورکوو او نوي حالت (راتلونکي) ته یې بیایو. اما په معکوس ډول د تودوخې په ورکړې سره یې بېرته ځکه لومړي حالت(تېر) ته نشو ستنولی، چې بېشمېره مالیکولونه دخیل دي. موږ نشو کولی په پوره دقت ټول بېشمېره مالیکولونه خپلو لومړيو ځایونو ته بوځو. دا کار حتی پرمختللي کمپیوټرونه نشي کولی. ځکه دوی باید د ټولو ذرو/مالیکولونو لومړنی ځای ثبت کړي، بیا د هر مالیکول له لوري جذب شوې تودوخه دقیق اندازه کړي بیا د ذرو نوی ځای ثبت کړي، تر څو یې د دغه معلوماتو په اساس بېرته خپل لومړي حالت(تېر) ته بوځي. عملاً د دې کار امکان کم دی. نو په لنډه توګه وایو چې په ډېره وړه او بنیادي کچه د تېر او راتلونکي ترمنځ توپیر نشته ځکه له تېر بېرته راتلونکو ته تللی شو اما کله چې د مالیکولونو شمېر کې کمي بدلون راولو او ډېر یې کړو وینو چې تیر او راتلونکی توپير سره پیدا کوي. موږ هېڅکله په عملي ژوند کې تېر ته نشو تللی، خو راتلونکي ته ځو. اما که واړه مقیاس (محدود مالیکولي) حالت ته ولاړ شو بیا کولی شو له تېر راتلونکي او بالعکس له راتلونکي تېر ته ولاړ شو.
که دقت وکړو پاسني هر یو مثال کې مو چې کله کَميت کې بدلون راوستی کیفیت کې بدلون راغلی. د زایلم نسج اندازه که ستره کړو نو په طبیعي ډول اوبه پاس نه پورته کیږي. که د الکترونونو شمېر زیات کړو مقناطیست کې بدلون راځي. که فیرومقناطیس مواد نانو مقیاس ته واړه کړو په سوپرپارامقناطیس اوړي. که له ستر مقیاس، واړه مقیاس(محدود مالیکولي حالت) ته لاړ شو د راتلونکي او ګذشتې توپير له منځته ځي. کارل مارکس چې د مارکسیستي فلسفې بنسټګر دی په اتلسمه پېړۍ کې ویلي و: کَمي بدلون د کیفي بدلون لامل کیږي. د ساینس له پرمختګ سره انسان تجربتاً ولیدل چې په کمیت کې بدلون په کیفیت کې د بدلون باعث کیږي. موږ او تاسو هر یو دې ته ورته ډېر مثالونه خپل ورځني ژوند کې موندلی شو، مثلاً کله چې تودوخه زیاته کړو، یخ په مایع اوړي، که تودوخه ډېره زیاته کړو مایع په ګاز او که په تودوخه کې بیخي ډېر کمي بدلون راولو په پلازما حالت اوړي. دا تجربه په خپل پخلنځي کې ترسره کولی شو. دې ته ورته نور ډېر مثالونه شته خو د متن اوږدوالي له امله یې نه لیکم او تاسو ته یې پرېږدم چې فکر پرې وکړئ. د مارکسیستي فلسفي ډېري موارد (د کُلي مواردو په توګه) د ساینس له لورې د تائید وړ دي. د مثال په ډول دغه مقوله:”کمي بدلون د کیفي بدلون لامل کیږي“، په میخانیک فزیک، ترموډینامیک، برېښنا، مقناطیس او هره بله څانګه کې د تائید وړ ده. ویلی شو چې مارکسیزم ډېره علمي فلسفه ده. ان په ټولنیزو علومو کې له طبقاتي اړخه ویلی شو، چې ټیټه طبقه له لوړې طبقې ځکه توپير لري چې لوړه طبقه ډېر مادي امکانات لري. یعنې د مادي امکاناتو کمي بدلون حتی انسانانو کې د کیفي بدلون لامل کیږي او په طبقاتو یې ویشي. د همینګوی په خبره لوړه طبقه ځکه له ټيټې توپير لري چې دوی ډېر څه لري، د نورګل شفق په قول:
برخه ده کعبه او روضه دواړه د عرب
اور دې لګولی د عجمو پر حـــــجرې
