زرغون د ساینسي منځپانګې جوړولو مرکز کې، موږ ساینسي محتوی تولیدوو. په دې کار سره نه یوازې پېچلي ساینسي مفاهیم آسانه کوو، بلکې ټولو ته یې د لاسرسي وړ هم ګرځوو. زرغون ټولو هغو ته چې د غُربت او جنسیت له امله له ساینسي معرفته محروم دي، په وړیا ډول سم او باکیفیته درسي مواد تولیدوي. په علمي-فرهنګي ډګر کې د زرغون دویم کردار دا دی چې خصوصاً په افغاني ټولنه کې د ساینسي معرفت تشه ډکوي. ځکه مو د زرغون ټول فعالیت پرلیکه کړ، ترڅو علمي منځپانګه آسانه او ارزانه هر کور ته ورسیږي، علم کور په کور غواړو
په دې تړاو د هر ډول همکارئ لپاره موږ په لاندې لارو موندلی شئ
مینه او درنښت
نیلوفر نرګس
د زرغون بنسټ عمومي مشره
اړیکې : موږ په دغه لارو موندلی شئ