نړۍ څنګه منځته راغلي؟

لیک: سټیفن هاوکېنګ

ژباړه: فهیم سپین‌غر

   هاملیت ویل،” کولی شم په یوه چهارمغز کې ایسار شم، او ځان د بې پایه فضا پاچا وګڼم” فکر کوم موخه یې دا وه چې که څه هم موږ انسانان(په ځانګړي ډول زه) له فزیکي پلوه دېر محدود یو. خو زموږ ذهن آزاد دی چې ټول کائنات وڅېړي، او په زړورتیا هغه ځایونو ته ولاړ شي چې ان (Star Trek) هم نشي ورتللی[ستار‌تریک، د ساینس‌فیکش ژانر ویډیويي لړۍ ده]. آیا نړۍ بې انتها ده، یا یوازي ډېره ستره ده؟ آیا نړۍ پیل لري؟ آیا نړۍ به تل‌ شته وي یا به د ډېرې مودې لپاره وي بیا به له منځه ځي؟ څنګه زموږ محدود ذهن، نامحدوده نړۍ درک کولی شي؟ آیا په دې هکله زموږ هڅه هم تظاهر او مدعا نه ده؟

   که د پرومتئوس په برخلیک د اخته کېدو خطر ومنم ( چې د انسان د استفادې لپاره یې د لرغوني خدای له خولې اور پټ کړ)، نو باور لرم چې موږ کولی شو نړۍ وپېژنو او د پېژندلو هڅه یې باید وکړو. پرومتئوس یې ابداً په زنځیر له ډبرې سره جزايي تړلی و، خو له نیکه‌مرغه د هرکول په مرسته راخوشې شو. موږ د نړۍ د درک په هکله ډېر پرمختګ کړی. خو لاهم له نړۍ بشپړ انځور نه لرو. خوښیږي مې داسې وګڼم چې له خپلې دغه موخې ډېر لرې نه یو.

   په مرکزي افریقا کې د (بوسناګ) خلکو د وینا له مخې په پیل کې یوازې تیاره، اوبه او ستر خدای (بومبا) موجود و. یوه ورځ بومبا د خیټې په درد اخته شو، لمر یې استفراغ کړ. لمر ځینې اوبه وچې کړې، بیا یې ځمکه پرېښودله[لرې ولاړ]. بومبا چې لا هم د خیټې په درد اخته و سپوږمۍ، ستوري او وروسته یې څو حیوانات لکه پلنګ، تمساح، کیشپ او بالاخره انسان استفراغ کړ.

  د خلقت دغه اسطورې د نورو هغو په څېر هڅه کوي هغه پوښتنې ځواب کړي چې موږ ټول یې پوښتو. موږ ولې دلته یو؟ موږ له کومه راغلي یو؟ په ټوله کې بېلابېلو اسطورو عین ځواب ورکړی هغه دا چې انسان په نړۍ کې د نورو موجوداتو په پرتله تازه/وروستی راغلی موجود دی. ځکه که انسان نړۍ ته وختي راغلی وی، ښکاره خبره ده بشري نژاد به خپل علم او ټکنالوژۍ ته ډېره وده ورکړې وی. یعنې که انسان د نورو موجوداتو په پرتله وختی راغلی وی، نشوی یې کولی دومره وخت پرته له پرمختګه کښیني. په بله ژبه بشر به د علم او ټکنالوژۍ په ډګر کې تر نن ډېر پرمختګ کړی وی. مثلاً د بیشوپ اُشر د وینا له مخې د خلقت کتاب کې وخت د ۲۰۰۴ مخکې له میلاد کال د اکتوبر میاشتې ۲۲مه له غرمې وروسته په ۶ بجو پیل شوی. له بل پلوه له دې چې فزیکي چاپيریال لکه، غرونه او سیندونه د انسان د ژوند په اوږدو کې ډېر کم بدلون کوي، نو په دې اساس داسې انګېرل کېده چې دغه فزیکي چاپیریال یو ثابت شالید دی یا د تل لپاره د یوې خالي منظرې په توګه شته و او یا له انسان سره هم‌مهاله منځته راغلی.  

دغه نظریې ته چې نړۍ پیل لري، هیڅوک نه وو خوشاله. مثلاً ارسطو د یونان تر ټولو مشهور فیلسوف باور درلود چې نړۍ له ازله موجود ده. ازلي شی تر جوړ شوي شي بشپړ او غوره دی. نوموړي وړاندېز وکړ دا چې موږ پرمختګ او بشپړتیا وینو علت یې دا دی چې سیلابونو او نور طبیعي ناورینونو متواتر تمدنونه شا ته (د پیل نقطې ته) بوولي. په ابدي نړۍ باورمندي یوازې د دې لپاره ښه ګڼل کېدله ترڅو د نړۍ په جوړېدو کې د الهي ذات نقش له منځه یوسي. بالمقابل هغوی چې ګومان کاوه نړۍ پیل لري، دغه استدلال به یې د خدای د موجودیت ثابتولو ته وړاندې کاوه. دوی ویل خدای د نړۍ د خلقت لومړی لامل او مُحَرک دی.

که څوک په دې باور دي چې نړۍ پیل لري، نو پوښتنه را ولاړېږي چې،”د نړۍ له پیل مخکې څه روان وو؟ خدای د نړۍ له جوړولو مخکې په څه آخته و؟ آیا خدای هغه خلکو ته دوزخ جوړولو چې دغه پوښتنې کوي؟“ دغه مسئله چې نړۍ پیل لري، که نه، د  آلماني فیلسوف امانویل کانت لپاره ستره اندېښنه وه. ده په دواړو حالتونو کې منطقي تناقض/انتيموني احساسوه. که نړۍ پیل لري، نو له پیلېدو مخکې ولې دومره نامحدود وخت منتظر وه؟ کانت دغه موضوع (تز) وټاکله. له بل پلوه که نړۍ ابداً شته وه ولې یې دومره نامحدود وخت ونیو ترڅو اوسني حالت ته ورسیږي؟ ده دغه موضوع د (انتي‌تیز) په توګه وټاکله. دواړه، تیز او انتي‌تیز د کانت هغه فرضیي باندي متکي وو چې (وخت یې مطلق ګڼلی و). نه یوازې کانت بلکې هغه مهال تقریباً ټولو وخت مطلق ګڼلو. د وخت مطلق والی په دې معنی دی که نړۍ منځته راغلې وی یا نه، وخت له نامحدود تېر څخه نامحدود راتلونکي ته په خپلواکه توګه حرکت کاوه.

ډيري معاصر ساینس‌پوهان لا هم په همدې باور دی. که څه هم په دې هکله انشټین خپله انقلابي عام نسبیت تیوري په 1915 کال کې وړاندې کړه. د انشټین په نسبیت تئوري کې وخت او فضا مطلق نه دي ګڼل شوي یا وخت او فضا د پېښو لپاره د شالید/بک‌ګرونډ حیثیت نه لري. برعکس وخت او فضا متحرک کمیتونه دي، چې په نړۍ کې د ننه د مادې او انرژي په مرسته جوړ شوي. فضا او وخت یوازې د نړۍ د ننه تعریفیږي، نو د نړۍ له پیل مخکې د وخت په هکله خبرې کول اصلاً بې معنی دي. داسې معنی لري چې جنوب قطب کې د جنوب قطب آدرس وپوښتو. دا نه دی تعریف شوی.

که څه هم د انشټین نظریې فضا او وخت یوځای کړل، خو د فضا په هکله یې موږ ته ډېر څه نه دي ویلي. هغه څه چې د فضا په هکله ښکاره دي، دا دي چې فضا بې پایه ادامه لري. موږ تمه نه لرو چې نړۍ به بالاخره له خښتو جوړ دیوال باندې ختمیږي، دا چې ولې نه ختمیږي د دې لپاره کوم منطقي دلیل هم نه لرو. معاصر وسایل لکه هابل فضايي تلسکوپ [اوس جیمزویب فضايي تلسکوپ-ژباړن] زموږ سره مرسته کوي ترڅو د فضا اعماق وڅېړو. هرڅومره چې فضا ته ګورو مختلف شکل او اندازه لرونکي میلیاردونه میلیاردونه کهکشانونه پکې وینو. ستر بیضوي او زموږ کهکشان غوندې مارپیچي کهکشانونه وینو. هر کهکشان میلیاردونه میلیاردونه ستوري لري، ډېري ستوري یې پر خپل چاپير سیارې هم لري. زموږ کهکشان له هرې خوا زموږ د لیدو ساحه رابنده کړې، خو په هر صورت کهکشانونه په فضا کې تقریباً منظم خپاره شوي، د فضا ځینو ځایونو کې کهکشانونو متمرکز او ځیني ځایونه یې خالي دي. داسې ښکاري چې د کهکشانونو کثافت په ډېرو لرو واټنونو کې کمیږي. شاید له دې چې ډېر لرې دي کم نوره ښکاري او موږ یې نشو تشخیصولی [نو حکم کوو چې کثافت یې کم شوی-ژباړن]. تر کومه چې ویلی شو نړۍ تل په فضا کې حرکت کوي او تر ډېره متجانس(یوشان) ده، هرڅومره چې وړاندې ولاړ شو نړۍ متجانس ده.

که څه هم نړۍ د فضا په هر ځای کې تر ډېره متجانس (یوشان) ده؛ خو نظر وخت ته تل بدلون کوي. په دغه مسئله د تېرې پېړۍ لومړیو کلونو کې څوک نه وو پوه. یعنې دوی داسې ګڼله چې نړۍ نظر وخت ته ثابت ده. دوی فکر کاوه نړۍ له نامحدود وخت راهیسي شته ده، خو له دې نظریې غیرمنطقي پایله ترلاسه کیږي. که چېرې ستوري له نامحدود وخت راهیسي ځلیدلي وي، نو نړۍ یې باید اوس دومره توده کړې وی چې ان د نړۍ تودوخه او د ستورو تودوخه سره برابره وی. ان له شپې به ټول اسمان دومره روښانه و لکه لمر، ځکه له ځمکې، آسمان لور ته د هر خط پای یا یوه ستوري ته رسېدو یا د ( دوړو هغه ورېځو) ته رسېدو چې له ډېرې تودوخې به یوه وخت په ستوري اوښت. بناً دا چې موږ هره شپه د شپې اسمان تیاره وینو، دا ډېره مهمه لیدنه ده. د شپې آسمان تیاره والی موږ ته وايي: د نړۍ اوسني شکل په لیدو سره ویلی شو چې نړۍ له ازله موجود نه ده. محدود وخت پخوا یو څه لامل شوي وي ترڅو ستوري په ځلیدو پیل وکړي. نو له ډېر لرې ستوري خپور شوي نور به وخت نه لرې چې ترموږ راورسیږي. په دې توګه د شپې آسمان د هر لوري نه ځلیدل توضح کولی شو.

که چېرې ستوري له ازله په خپلو ځایونو کې وی، نو ولې څو میلیارد کاله مخکې یو دم وځلېدل؟ هغه کوم ساعت و چې ستورو ته یې وویل چې همدا د ځلېدو وخت دی، وځلیږئ؟! دغه پوښتنو امانوئل کانت غوندې فیلسوفان، چې د نړۍ په ابدیت یې باور درلود ګیچ کړي وو. ډېرو خلکو بیا دغه نظریه نسبتاً ښه ګڼله چې نړۍ خلق شوې، دوی ویل نړۍ زرګونه کلونه پخوا په همدې ډول جوړه شوې، بیخي داسې لکه (بیشوپ اُشر) چې ویلي وو. په هر صورت د دغه مفکورې مغایرت په 1920 کال کې د (مونټ ویلسن) رصد‌خوني د سل اینچه تلسکوپ په مرسته راڅرګند شو. تر هرڅه د مخه ادوین هابل کشف کړه چې ډېري کم‌نوره ټوټې چې سحابي/نیبیولا ګڼل کېدل، اصلاً کهکشانونه وو، یعنې د ستورو ستره ټولګه وه چې له موږ ډېر لري دي. دا چې کم نوره او واړه ښکاري علت یې دا دی چې ډېر لري پراته دي، د دوی نور میلیونونه کلونه او ان میلیاردونه کلونه نیسي ترڅو موږ ته راورسیږي. دغه مسئله دا خبره هم روښانه کوي چې نړۍ زرګونه کلونه پخوا نه دي پیل شوي.

دویم شی چې ادوین هابل کشف کړل ډېر مهم و. هابل له نورو کهکشانونو څخه د راغلي نور په څېړلو سره وتوانید محاسبه کړي چې کهکشانونو زموږ خوا ته را روان دي که له موږ لري ځي. ده کشف کړه چې تقریقاً ټول کهکشانونو زموږ څخه لرې ځي. ضمناً هغه کهکشانونو چې زموږ څخه ډېر لري دي زموږ څخه په ډېر سرعت لرې ځي. په بل عبارت نړۍ پړسیږي، پراخیږي او کهکشانونو له یوه بله لرې کیږي.

د نړۍ پراخېدل/پړسیدل د شلمې پېړۍ تر ګردو ستر علمي انقلاب و. د نړۍ پراخېدلو خبر بیخي حیرانوونکی و او د نړۍ د پیل ټول مباحث یې واړول. که چېرې کهکشانونه له یوه بله لرې کیږي، بیا نو په تېرو وختونو کې یوه بل ته باید نسبتاً نیږدې وی. د پراختیا له اوسنۍ اندازې موږ ویلی شو چې کهکشانونه یو وخت باید یوه بل ته ډېر لنډ وی ان (له 10 تر 15) میلیارد کاله پخوا باید بیخي یوځای وی. نو داسې ښکاري چې نړۍ به په همدې وخت کې چې ټول شیان د فضا په یوه نقطه کې راِټول و، پیل شوی وي.

اما ډېري ساینس‌پوهان د نړۍ پیل ته نه وو خوشاله، ځکه په دې سره فزیک له منځه تللو. ممکن په دې صورت کې یوه بهرني لامل چې د آسانۍ لپاره به یې خدای وګڼو باید تصمیم نیولی وی چې نړۍ څنګه پیل شي. په همدې دلیل دوی د پیل نه درلودو لپاره ډیرې نظریې وړاندې کړې چې په کې یې ویلي و، نړۍ یوازې همدا اوس(په حال کې) پراخیږي، خو پیل نه لري. یو له دغه نظریو د (ثابت حالت نظریه) نومیږي چې د (هیرمن بوندي، توماس ګولډ او فرید هولي) له لورې په 1948 کې وړاندې شوله.

د ثابت حالت نظریې له مخې، هر څومره چې کهکشانونه له یوه بله لرې کیږي، نوي کهکشانونه یې پر ځای منځته راځي، دا چاره په ټوله فضا کې ترسره کیږي. دغه نظریه وايي نړۍ ازلي ده او تل به په همدې توګه ښکاري. دا وروستۍ ځانګړنه یې غنیمت ګڼلی شو، ځکه په کلکه یې وړاندوینه پکې کړې، نو په لیدنو یې آزمویلی شو. د 1960 کال په لومړیو کې د کمبریج پوهنتون د رادیويي ستورپوهنې ډلې د (مارتین رایل) تر نظر لاندې د رادیويي څپو ضعیفې سرچینې وارزولې. دغه سرچینې تقریباً په آسمان کې یو شان خپرې شوې وې، چې څرګندوله یې ډيري سرچینې زموږ له کهکشانه بهر پرتې دي. هغه سرچینې چې ضعیفه ښکاري په منځني ډول به تر نورو لرې وي.  

د ثابت حالت نظریې، د سرچینو د شمېر او د هغوی د قوت ترمنځ د اړیکې وړاندوینه وکړه. خو تجربې لیدنو د وړاندوینو په پرتله ډېرې کم‌نوره سرچینې کشف کړې( په دې معنی چې پخوا د سرچینو کثافت زیات و). دغه کشف د ثابت حالت نظریې د اصلي فرضیې خلاف و، ځکه د ثابت حالت نظریې ویلي و چې ټول شیان نظر وخت ته ثابت دي. د دې او دې ته ورته نورو دلایلو له مخې د ثابت حالت نظریه رد شوه.

د نړۍ پیل درلودلو نظریې د رد لپاره بل وړاندیز دا و چې: نړۍ ممکن پخوا منقبص وه، خو د څرخېدو او محلي بې نظمیو له امله به ماده یوې نقطې ته نه وي راټوله شوې او د مادې بېلابېلې برخې به له یوه بله جلا شوې وي. بناً نړۍ به بېرته له تلپاتې محدود کثافت سره، پړسېدلې وي. دوو روسانو (ایوګیني لیفشیتز او اسحق خالاتینکوف) د دغه خبرې د اثبات ادعا وکړه، دوی وویل: له دقیق تناظر پرته کُلي انقباض تل د جهیشي حرکت لامل کیږي او کثافت متناهي(محدود) پاتې کیږي. دغه پایله د مارکسیست-لنینست ډیالکتیک ماټریالیزم سره هم نظره وه، په دې چې د نړۍ د خلقت په هکله د بې‌خوندو پوښتنو مخنیوی یې کاوه. بناً دغه مسئلې د شوروي اتحاد ساینس‌پوهانو ته اعتقادي حیثیت غوره کړ.

ما دقیقاً هغه مهال د کیهان‌پېژندنې په هکله څېړنه پیل کړه چې (لیفشیتز او خالاتینکوف) د نړۍ پیل نه درلودلو په هکله خپلې پایلې خپرې کړې. هغه وخت مې وګڼله چې دا یوه ډېره مهمه پوښتنه ده، خو د (لیفشیتس او خلاتینکوف) بحث او دلایلو قانع نه کړم.

موږ له دغه مفکورې سره عادت یو چې ووایو د هرې پېښې لامل یوه مخکینۍ پېښه ده او دغه پېښې یو د بل پسې متواتر شاته پرتې دي. یعنې د پېښو د علت او معلول زنځیري لړې تېر ته غځېدلې. فرض کړئ دغه لړۍ پیل لري. فرض کړئ دا هرڅه له لومړۍ پېښې راپيل دي. نو په دې صورت کې د لومړۍ پېښې علت څه دی؟ دا هغه پوښتنه وه چې ډېرو ساینسپوهانو نه ځوابوله. دوی هڅه کوله له دغه پوښتنې وتښتي. دغه تېښته به یې یا د ثابت حالت(نړۍ پیل نه لري) نظریې په وړاندې کولو سره کوله یا به د دوو روسي ساینس‌پوهانو له لورې د وړاندې شوو ادعاوو په توګه کوله؛ او یا به یې دا ویل چې د نړۍ د پیل په هکله خبرې د ساینس د حوزې مباحث نه دي، دا مباحث د میتافزیک او دین اړوند دي. زما په ګومان دا ډول دریځ د یوه واقعي ساینسپوه دریځ نه دی. که چېرې د ساینس قوانین د نړۍ د پیل په هکله له کاره لویږي، نو فکر نه کوئ چې هر بل وخت هم باید ناکاره او ناکام قوانین وي؟ هغه قانون، قانون نه دی چې یوازې د محدود وخت لپاره سم وي. زه په دې باور یم چې موږ باید د نړۍ د پیل په هکله د ساینس په مرسته پوه شو. دا هڅه به زموږ له وسې لوړه وي، خو لږ تر لږه هڅه خو به وکړو.

ما او (راجرپنروز) د هندسي قضایاو د اثبات په مرسته غوښتل وښیو چې که د انشټین عام نسبیت تیوري سمه او ټاکلي شرایطو ته ځواب‌ویونکي وي، نو نړۍ باید پیل ولري. د ریاضي قضیو پر مبنا استدلال آسانه نه دی، په هر صورت بالاخره (لیفشیتز او خالاتینکوف) ومنله چې نړۍ باید پیل ولري. که څه هم د کمونیستي مفکورې درلودونکو ته د نړۍ پیل درلودولو نظریه ډېره خوښونکې نه وه، خو ایدیالوژۍ ته یې وخت ورنکړ چې د فزیک علم پر وړاندې ودریږي. ځکه فزیک د بمب جوړول لپاره پکار راتلو، تر ټولو مهمه لا دا چې پکار هم راغی. خو د شوروي اتحاد مفکورې د جنیتیک په ردولو سره د بیولوژي علم د پرمختګ مخه ونیوله.

که څه هم زما او د راجرپنروز له لورې ثابت شوو قضیو وښودله چې نړۍ پیل لري، خو د پيل د څرنګوالی په هکله یې ډېر څه نه درلودل. دغه قضیو وښودله چې نړۍ له سترې چاودنې سره پیل شوې. ستره چاودنه له هغه ځایه شوې چېرې چې ټوله نړۍ او هرڅه په یوه نامحدود کثافت لرونکې نقطه کې راټول وو( دغه نقطې ته د فضا او وخت سنګولریټي یا نه تعریفېدل وايي). په دغه نقطه کې د انشټین عام نسبیت تیوري کار نه کوي. په دې اساس نشو کولی ووایو نړۍ څنګه پیل شوه. ممکن ظاهراً داسې ښکاره شي چې د نړۍ د پیل په هکله خبرې د ساینس له حوزې بهر موضوع ده.

د1965  کال اکتوبر میاشت کې، له لیدنو ترلاسه شوو شواهدو تائید کړه چې د نړۍ کثافت په پیل کې ډېر زیات و. دغه لیدنې د سنګولریټي(نه تعریفېدو) په هکله زما له لومړۍ پایلې څو میاشتې وروسته وشوې. شواهدو ویل په فضا کې د مایکرو‌څپو ضعیف شالید(بک‌ګروند) لیدل شوی. دغه مایکروڅپې زموږ د داش(مایکروویو) مایکرو څپو ته ورته دي، یوازې په دې توپیر سره چې دغه څپې زموږ د داش له څپو کمزورې دي. دغه څپې به زموږ خواړه تر منفي 270.4 سانتي ګراد پورې تاوده کړي. دا تودوخه د یخ اوبه کولو لپاره لا کافي نه ده، خواړه پخول خو پرځای پرېږده. دغه مایکروڅپې موږ هم لیدلی شو. که مو انالوګ تلویزیونونه په یاد وي کله به چې چینل ورک شو نو تور او سپین جال جالک به په تلویزیون خپور و، د تلویزیون پر مخ دغه واورې ته ورته پرازیت په فضا کې د مایکرڅپو له وجهې دی. په فضا کې د دغه مایکروڅپو ضعیف شالید تر ټولو منطقي تعبیر دا دی چې دا هغه وړانګې دي چې د یوه ډېر تاوده او متکاثف حالت څخه راپاتې دي. هرڅومره چې کیهان پراخېدو دغه وړانګې سړېدلې تر هغه چې نن په ډېر ضعیف حالت کې د لیدو وړ دي.

دا چې کائنات له سنګولریټۍ(نه تعریفېدونکي) حالت پيل شوی، ما ته او زما په شان نورو ساینس‌پوهانو ته خوشاله کوونکې مفکوره نه وه. د انشټین عام نسبیت تیوري سترې چاودنې ته نیږدې، د کلاسیک نظریې له وجهې صدق نه کوي. دوی ظاهراً داسې ګڼي چې هره ذره یو ټاکلی ځای او ټاکلي سرعت لري. د دغه شان کلاسیک نظریې په اساس که چېرې د ټولو ذرو سرعت او ځای په یوه ټاکلي وخت کې ولرو، کولی شو هر بل وخت(په تېر او راتلونکي کې) د ذرو سرعت او ځای محاسبه کړو. د نولسمي پېړۍ په پيل کې ساینسپوهانو کشف کړه چې دوی ان په ډېر واړه واټن کې سرعت او ځای نشي محاسبه کولي. د دې موخه دا نه ده چې اوس یوې سمې نظریې ته اړتیا لرو، بلکې دا معنی لري چې په طبیعت کې تصادف او عدم قطعیت حاکم دی چې په هیڅ صورت له منځه نه ځي، ولو هرڅومره ښایسته نظریه ولرو عدم قطعیت له منځه نه ځي. دغه خبرې په عدم قطعیت اصل کې خلاصه شوي چې د جرمني فزیکپوه ویرنر هایزنبرګ له لورې په1927  کال کې وړاندې شوه. عدم قطعیت وايي چې موږ نشو کولی په عین وخت کې د یوې ذرې سرعت او ځای وټاکو. هرڅومره چې ځای دقیق محاسبه کړو سرعت غیردقیق محاسبه کیږي او هرڅومره چې سرعت دقیق وټاکو ځای غیردقیق ټاکل کیږي.

انشټین له دغه نظریې سره چې نړۍ د تصادف او چانس په اساس کار کوي، شدید مخالفت وښود. په دې مورد د ده احساس د نوموړي له دغه جملې معلومولی شو: (خدای کمسايي بازي نه کوي). خو شواهد بیانوي چې خدای کمسايي بازي روانه کړې. نړۍ قمارخانه غوندې ده چې هروخت پکې کمسايي‌بازي روانه وي او کمسايي اچول کیږي. هرځل چې کمسايي اچول کیږي د قمارخانې مالک د خپلو پيسو له لاسه ورکولو خطر سره مخ وي. خو بې‌شمېره ځله د کمسايۍ د مختلفو حالتونو اوسط نیولو سرو، د قمارخانې مالک ډاډه کیږي چې د ګټلو چانس یې شته دی. له همدې امله د قمارخانې مالک ډېر مالداره وي. یوازې هغه مهال ستا د ګټلو چانس ډېرېدلی شي چې پیسې دې په څو ډایسونو(کمساییو) کیږدې.

د نړۍ په هکله هم همداسې ده. کله چې نړۍ ستره وي، نو د کمسایۍ ډېر زیات حالتونه موجود دي. که له دومره ډېرو حالاتو اوسط ونیسو، نو وړاندوینه یې کولی شو. اما که نړۍ ډېره وړه وي( سترې چاودنې ته نیږدې). په دې صورت کې د کمسایۍ اچولو ډېر کم حالتونه موجود دي، نو په وړه نړۍ کې د عدم قطعیت اصل ډیر مهم دی. د دې لپاره چې د نړۍ پیل درک کړو، نو عدم قطعیت اصل باید د انشټین له عام نسبیت نظریې سره یوځای کړو. دا کار لږ تر لږه دېرشو راتلونکو کلونو کې د نظري فزیک لپاره ډېر ننګونکی دی. لا نه یو توانيدلي چې دا کار وکړو، خو ډېر پرمختګ مو پکې کړی.

فرض کړی موږ هڅه کوو د راتلونکي وړاندوینه وکړو. له دې چې موږ یوازې د ذرو د سرعت او ځای ترکیب لرو، موږ په راتلونکي کې د ذرو د سرعت او ځای دقیقه محاسبه نشو کولی. موږ یوازې د سرعت او ځای احتمالي حالت بیانولی شو. نو په دې اساس د نړۍ د مشخص راتلونکي دقیق احتمال وړاندې کولی شو. اما اوس فرض کړئ په همدې توګه غواړو تېر درک کړو.

د لیدنو د ماهیت په پام کې نیولو سره یوازینی کار چې اوس کولی شو دا دی چې د نړۍ یوه ټاکلي تاریخ ته احتمالات په پام کې ونیسو. په دې اساس نړۍ به ډېر ممکن تاریخونه ولري. هر تاریخ به خپل ځانګړی احتمال هم لري. نړۍ به داسې تاریخ هم لري چې انګلستان پکې بیا نړیوال کپ ګټلی وي، خو د دې تاریخ احتمال به ډېر کم وي. دغه نظریه چې نړۍ متعدد تاریخونه لري، شاید ظاهراً ساینس‌فیکشن ښکاره شي، اما اوس د ساینسي حقیقت په توګه منل شوې. دا د ریچاد فاینمن له برکته ده. ریچارد فاینمن د کالیفرونیا تکنالوژۍ معتبره انستییوت کې کار کاوه، معمولاً د سړک پر سر به یې بانګو ډرام غږولو. شیان څنګه کار کوي، په دې هکله د فایمن طریقه داسې وه چې د هر ممکن تاریخ لپاره به یې یو ځانګړی احتمال وټاکو، او بیا به یې دغه مفکوره د راتلونکي د وړاندوینې لپاره وکاروله. دغه طریقه د راتلونکي وړاندوینې ته ښه کار ورکوي. اوس موږ فرضوو چې دا طریقه د تېر د څېړلو لپاره هم کار کوي.

اوس ساینس‌پوهان لګیا دي ترڅو د انشټین عام نسبیت نظریه او د فاینمن متعدد تاریخونو مفکوره په یوه واحده نظریه واړوي ترڅو په مرسته یې په نړۍ کې هره پېښېدونکې پدیده توضح کړي. دغه واحده نظریه به موږ ته دا ځواک راکړي ترڅو په راتلونکي کې د نړۍ بشپړتیا محاسبه کړو، البته مشروط په دې چې په یوه ټاکلي وخت کې یې د حالت په څرنګوالي پوه وو. خو دغه واحده نظریه به موږ ته ونشي ویلی چې نړۍ څنګه پیل شوه یا لومړنۍ حالت یې څنګه وو. په دې اساس موږ اضافي شیانو ته اړ کیږو. موږ سرحدي حالت(Boundary Condition) ته اړتیا پیدا کوو. سرحدي حالت موږ ته وایي چې د نړۍ په لومړۍ کرښه یا سرحدي حالت یا د فضا او وخت په پوله څه پېښیږي. که د فضا او وخت پوله په یوه عادي نقطه کې وي، نو د نړۍله دغه نقطې به په آسانۍ تېرېدلی شوی او د نوي ځای د موندلو ادعا به مو کولی شوی. له بل پلوه که چېرې د نړۍ سرحد پای لرونکې (اواره) پوله وګڼو چېرې چې فضا او وخت ډېر وړیږي او کثافت نامحدود کیږي، په دې صورت کې به سرحدي حالت معنی ونلري. نو دا نه ده واضح چې کوم ډول سرحدي حالت ته اړتیا ده. یعنې هیڅ داسې منطقي بنسټ چې له مخې یې یو سرحدي حالت تر بل غوره وګڼو، نشته دی.

د کالیفرونیا پوهنتون څخه جیم (هارتل)، (سانتا بربرا) او (ما) درک کړه چې ممکن دریم امکان هم شته وي. شاید نړۍ په فضا او وخت کې هیڅ سرحد ونلري. په لومړي نظر دا خبره له هغه هندسي قضیو سره په ټکر کې ښکاري چې ما مخکې یادې کړې او ثابتوله یې چې نړۍ باید پیل او سرحد ولري. په هر صورت د دې لپاره چې د فاینمن تخنیک له ریاضيکي اړخه ښه تعریف شي. ریاضي‌پوهانو د خیالي وخت پنامه یو مفهوم ایجاد کړ. دا له حقیقي وخت سره چې موږ ورسره سر و کار لرو اړیکه نه لري. یوازې د محاسبو د ترسره کولو او د حقیقي وخت د بدلولو یو ریاضيکي چل دی. زموږ مفکوره دا وه چې په خیالي وخت کې سرحد نشته دی. په دې توګه د سرحدي شرط د منځته راوستلو هڅې یې له منځه یوړې. موږ دغه حالت ته د سرحد نه درلودلو وړاندیز نوم ورکړ.  

که د نړۍ سرحدي شرط، په خیالي وخت کې د سرحد نه درلودل تائیدوي. بیا نو نړۍ واحد تاریخ نه لري. په خیالي وخت کې ډېر تاریخونه لري، هر تاریخ یې په حقیقي وخت کې هم یو تاریخ مشخصوي. په دې توګه موږ د نړۍ لپاره د تاریخونو یوه ستره ټولګه لرو. د تاریخ په هغه ټولګه کې چې موږ ژوند کوو، د نړۍ له ټولو ممکن تاریخونو څخه، کوم شی ځانګړی تاریخ ټاکي؟

یوه ټکي ته مو ممکن ژر ورپام شي، هغه دا دی چې د نړۍ دغه ممکن تاریخونو کې د پېښو تسلسل زموږ د نړۍ غوندې نه دی چې مثلاً لومړی کهکشان منځته راغلی بیا ستوري. دا تسلسل یوازې زموږ تکامل ته اړین و. په دغه ممکن تاریخونو کې شاید بیخي داسې وي چې هوښیار موجودات له ستورو او کهکشانونو پرته منځته راشي، اما دا چاره له امکان لرې ده. په دې اساس دغه واقعیت چې موږ موجود یو او کولی شو پوښتنه وکړو، ولې نړۍ په دې شکل ده؟ دا یوازې تر هغه تاریخ پورې محدود ده چې موږ پکې ژوند کوو. زموږ تاریخ یو له هغه کمو تاریخونو څخه دی چې کهکشانونه او ستوري لري. دا د انتروپیک اصل یو مثال دی. انتروپیک اصل وايي نړۍ باید لږ تر لږه هغسې وي چې وینو یې، ځکه که داسې نه وی، چا به نشوی لیدلی.

ډيري ساینس‌پوهان انتروپیک اصل نه خوښوي، ځکه د وړاندوینې وړتیا نه لري. خو کله چې د کائناتو د پیل په هکله غږیږو انتروپیک اصل ډیره دقیق فورمول‌بندي لري. د نړۍ د پیل په هکله انتروپيک اصل ډیر اړین دی. ایم-نظریه چې د بشپړې واحدې نظریې لپاره زموږ ښه نوماند ده، د نړۍ لپاره ډېر زیات ممکن تاریخونه مني. ډيري دغه تاریخونه د هوښیار موجوداتو د ودې لپاره نامناسب دي. دغه تاریخونه یا خالي دي یا ډير لنډ دي او بقا نه کوي، یا بې‌حده منحني دي، یا یوه بله ستونزه لري. په دې صورت کې د ریچارد فاینمن د متعدد تاریخونو مفکورې له مخې، دغه له اوسیدونکو خالي تاریخونه ممکن ډېر زیات احتمال ولري.

دا مهمه نه ده چې پوه شو څومره تاریخونو شته دي، چې هوښیار موجودات نلري. موږ ته یوازې د تاریخونو هغه فرعي سیټ مهم دی چې هوښیار موجودات پکې منځته راغلي او وده یې کړې. اړینه نه ده چې هوښیار موجودات د انسان په شکل وي. ممکن واړه زرغون رنګه موجودات وي. دوی ممکن تر موږ ښه وده وکړي. ځکه بشري نژاد د هوښیارو کړنو چندان ښه سابقه نه لري.

د انتروپیک اصل په قوت د پوهیدو لپاره په فضا کې د جهتونو شمېر په پام کې ونیسئ. دا داسې یوه تجربه ده چې په درې‌بعدي فضا کې یې ترسره کوو. یعنې په فضا کې د یوې نقطې ځای، کولی شو په درېیو عددونو وښیو مثلاً طول‌البلد، عرض‌البلد او د بحر له سحطې څخه یې ارتفاع. پوښتنه دا ده چې فضا ولې درې بعدي ده؟ ولې دوه بعدي نه ده، ولې څلور بعده یا په یوه بل تعداد نه ده- لکه په ساینس‌فیکشنونو کې چې راغلي. په حقیقت کې د ایم نظریې په اساس فضا لس بعده لري( له دې سربېره یو بعد یې د وخت هم دی). اوه له دغه لس فضايي جهتونو ډېر کم تاو شوي(انحنا لري)، پاتې درې جهتونو یې ستر او تقریباً مسطح(اوار) دي. یعنې د نۍ غوندې دی. د نۍ سطح دوه بعدي ده. یو جهت یې د دایرې په توګه داسې تاو دی، چې له لرې دغه نۍ د یو بعدي خط په توګه ښکاري.

ولې په داسې یوه تاریخ کې ژوند نه کوو چې اته بعدونه یې لږ تاو شوي (منحني) وي او دوه بعدونو یې ستر او مسطح(اوار) وي؟ دوه بعدي حیوان به د ډوډۍ په هضم کې له ستونزو سره مخ شي. که زموږ په شان کولمې ولري نو په دوه بعدي صورت کې به حیوان په دوو برخو وویشل شي، او بیچاره حیوان به دوه ټوټې پروت وي.  

نو د هوښیار ژوند غوندې مغلق شي لپاره دوه بُعدونو کافي نه ده. درې بعدي فضا ځینې خاصې ځانګړنې لري. په درې بعدونو کې سیارې د ستورو شاوخوا ثابت دوراني حرکت لري. دا ځکه چې جاذبه د (معکوس مربع) قانون تابع ده، دغه اصل د رابرت هوک له لورې په1665  کال کې کشف شو او د اسحق نیوټن له لورې توضح او تفسیر شو. په یوه ټاکلي واټن کې د دوو جسمونو د جذب په هکله فکر وکړئ. که چېرې واټن دوه چنده لرې شي، نو د دوی ترمنځ د قوې اندازه نیمايي کیږي. که د دوی ترمنځ واټن درې ځله زیات شي، قوه پر (نه) تقسیم کیږي. که چېرې د لومړي حالت په پرتله واټن څلور ځله زیات شي، قوه په شپاړلس ویشل کیږي. په همدې توګه نورو اعدادو ته هم همدا قانون صدق کوي. دا موضوع د ثابت مدار لامل کیږي. اوس راځئ څلور فضايي بعدونو په پام کې ونیسو. په دې صورت کې به د دوی جاذبه د (معکوس مکعب) قانون تابع وي. یعنې که د دوو جسمونو ترمنځ واټن دوه چنده شي جاذبه قوه به په اتو تقسیمیږي، که واټن یې درې چنده شي جاذبه قوه یې په اووه ویشت تقسیمیږي او که چېرې واټن څلور چنده زیات شي، جاذبه قوه یې په څلورشپیته تقسیمیږي. د معکوس مکعب قانون دغه بدلون د دې لامل کیږي چې سیارې د خپلو ستورو شاوخوا ثابت مدار ونلري. په دغه صورت کې به دوی یا خپل لمر ته ور ولویږي یا به سړې او تیاره فضا ته وتښتی. په ورته ډول د هستې شاوخوا د الکترون مدار به هم ثابت نه وی، او نتیجتاً به ماده بیخي نه شته وی. بناً که څه هم د متعدد تاریخونو مفکوره بې شمېره اوار بعدونو یا جهتونو ته اجازه ورکوي، خو یوازې درې اوار جهت لرونکي تاریخونه هوښیار موجودات درلودلی شي. یوازې په دغه شان تاریخونو کې دا پوښتنه مطرح کیږي چې: ولې فضا درې بعدي ده؟

زموږ د لیدو وړ نړۍ یو تر ټولو جالبه ځانګړنه مایکروڅپې دي چې د (آرنو پنزیاس) او (رابیرت ویلسن) له لورې کشف شوي. دغه څپې د هغه فوسیل په څېر دي، چې زموږ د نړۍ د ځوانۍ مهال کیسې راته کوي. دغه څپې په ټوله فضا کې هرجهت ته یو شان دي. د دوو جهتونو ترمنځ توپير یې (1/100000) دی. دغه توپیر بیخي کم دی او تشریح ته اړتیا لري. د دغه یو شان والي لپاره عمومي منل شوې تشریح دا ده چې زموږ د نړۍ د تاریخ په لومړیو کې، نړۍ د چټک انبساط له پړاوه تېره شوې. د دغه چټک انبساط ضریب میلیارد میلیارد میلیارد و. دغه پروسه د پرسوب په نامه یادیږي. دغه پړسوب برخلاف د قیمت پړسوب[چې د یوه هېواد په زیان وي]، زموږ نړۍ ته ګټور تمام شو. نو که په پیل کې پړسوب شوی وي، په دې صورت کې به مایکروڅپې په ټولو خواوو کې یوشان وي. اوس پوښتنه دا ده چې ولې مایکروڅپې په دوو مختلف جهتونو کې دومره لږ توپیر لري؟

د1982  کال په پیل کې مې یوه مقاله ولیکله. د دې وړاندیز مې پکې کړی و چې د مایکروڅپو دغه بیخي کم توپیر، د پړسوب پړاو پر مهال، د کوانتوم نوساناتو له امله منځته راغلی. کوانتوم نوسانات د عدم قطعیت اصل له امله پېښیږي. سربیره پر دې دغه نوسانات زموږ د نړۍ( کهکشانونو، ستورو او زموږ) د جوړښت زړي(تخم) وو. دغه مفکوره په میکانیزم کې، د تورې‌سمڅې په افق کې د هاوکینګ تشعشع ته ورته ده. د دغه تشعشع وړاندوینه مې یوه لسیزه مخکې کړې وه. دلته یې توپیر همدومره دی چې دلته موږ کیهاني افق په پام کې نیسو، نه د تورې سمڅې افق. کیهاني افق، هغه افق یا سحطه ده چې نړۍ په دوو برخو ویشي( هغه برخه چې موږ یې وینو او هغه چې موږ یې نشو لیدلی). د1982 کال په اوړي کې مو په کامبریج پوهنتون کې یو ورکشاپ دایر کړی و، چې د همدې برخې ستر پوهان یې ګډونوال وو. په دغه ورکشاپ کې مو له دغه پړسوب او د نوساناتو له مهم کثافت څخه چې د کهکشانونو او زموږ د منځته راتلو لامل شوي، یو تصویر جوړ کړ. د وروستي ځواب ترلاسه کولو کې ډېرو خلکو مرسته وکړه. له دې کار لس کاله وروسته(په1993  کال کې) د (COBE) سپوږمکۍ له لورې په اسمان کې د مایکروڅپې نوسانات کشف شول. په دې توګه نظریه له تجربې ډېره مخکې وه.   

له دې کشف بیا لس کاله وروسته په2003  کال کې کله چې د (WMAP) سپوږمکۍ لومړۍ پایله را ووتله، کیهان‌پوهنه د یوه دقیق علم په توګه مطرح شوه. (WMAP) په آسمان کې د کیهاني مایکرو څپو د تودوخې عالي نقشه جوړه کړه، چې د نړۍ د اوسني عمر یو سلنه برخه یې ښودله. کومه بې‌نظمي چې په نقشه کې وینئ د پړسوب په مرسته یې وړاندوینه شوې وه او په دې معنی ده چې د نړۍ ځينې برخې له ځینو نورو ډېر کثافت لري. د اضافي کثافت جاذبه قوه، د هغه سیمې انبساط ورو کوي او په نهایت کې کېدی شي انبساط په انقباض واړوي او د کهکشانونو او ستورو د جوړېدو لامل شي. په آسمان کې د مایکروڅپو نقشې ته دقت وکړئ. دا د ټولې نړۍ د جوړښت نقشه ده. موږ د ځوانې نړۍ له کوانتوم نوساناتو منځته راغلي یو. خدای واقعاً کمسايي‌بازي کړې.

د (WMAP) پرځای اوس د پلانک سپوږمکۍ د نړۍ ډېره واضح نقشه موږ ته راکړې. پلانک زموږ نظریې ډېرې جدي ازمويي او ان ممکن د پړسوب نظریې په مرسته د جاذبه څپو د اثر وړاندوینه هم تشخیص کړي. دا کوانتومي جاذبه ده چې په ټول اسمان کې خپره شوې.

ممکن نورې نړۍ هم شته وي. ایم نظریه وړاندوینه کوي چې زیات شمېر نړۍ له هیڅ منځته راغلي او په بېلابیلو ممکن تاریخونو پورې اړه لري. هره نړۍ بیا په خپل وار د عمر په تېرېدو سره په حال او راتلونکي کې، پریمانه ممکن تاریخونه او ممکن حالات لري. ډیري دغه حالتونه به زموږ د لیدو وړ نړۍ څخه توپیر ولري.

لاهم هیله لرو چې د جینو ښار په (CERN) لابراتوار کې به د (LHC) په مرسته د ایم نظریې لپاره لومړني شواهد ووینو. د ایم نظریې له نظره موږ یوازې وړې انرژي‌ګانې څېړو، اما زموږ له نظره دېر مهم کار دی، موږ به ډېر بختور و ځکه په دې توګه به مو د بنسټیزې نظریې(لکه د سترتناظر) یو څرک موندلی وي. فکر کوم د پېژندل شوو ذرو لپاره، د سترتناظر سره د مل شیانو کشف به، له نړۍ څخه زموږ درک بدل کړي.

په2012  کال کې د جینو ښار په (CERN) لابراتوار کې د (LHC) په مرسته د هیګز ذرې د کشف اعلان وشو. دا په یوویشتمه پېړۍ کې د نوې بنسټیزه ذرې لومړی کشف و. لاهم تمه لرو چې (LHC) به سترتناظر کشف کړي. اما ان که (LHC) ونه توانیږي نوې بنسټیزې ذرې کشف کړي، ستر تناظر به بالاخره د راتلونکي نسل تعجیل‌ورکونکو په مرسته کشف شي. دغه تعجیل ورکوونکي اوس تر پلان او کار لاندې دي.

د ډېرې تودې سترې چاودنې له امله د نړۍ پیلېدل، په خپل ذات کې زموږ د نظریاتو، لکه ایم نظریې او د فضا-وخت او مادې د بنسټیز جوړښت نظریې لپاره، د وروستۍ لابراتواري آزموینې حیثیت لري. بېلابېلې نظریې، بېلابېلې نښې د نړۍ په جوړښت کې له ځانه پرېږدي، نو د ستورفزیک علم ډیټا د طبیعت د ټولو قواوو د وحدت نقل راکوي. بناً ممکن نورې نړۍ شته وي، خو موږ به یې کشف نشو کړی.

د نړۍ د پیل په هکله مو یو تصویر ترلاسه کړ چې دوې سترې پوښتنې راپورته کوي. آیا نړۍ پای لري؟ آیا نړۍ بې مثله ده؟

په دې صورت کې به د نړۍ د تر ټولو ډېر محتمل تاریخ، راتلونکی څنګه وي؟ ډېر ممکن حالتونه شته، چې د هوښیار ژوند له ظاهري شکل سره ورته دي. دغه حالات په نړۍ کې د مادې تر اندازې اړوند دي. که له بحراني مقدار زیاته ماده شته وي، د کهکشانونو ترمنځ جاذبه به دغه پراخېدل ورو کړي.

بالاخره به نړۍ په انقباض پیل وکړي او ټول مواد به یې یو بل ته ولویږي. دې پېښې ته ستره یوځای‌کېدنه (Big Crunch) وايي. دغه پېښه به په حقیقي وخت کې زموږ د نړۍ د تاریخ پای وي. کله چې په په جنوب ختیځه اسیا کې وم، ما ته وویل شول چې ستره یوځای کېدنه پېښه یاده نه کړم، ځکه مارکیټ باندې بد اغیزه لري. خو مارکیټونه په هر حال سقوط شول، شاید کوم چا دا راز بیرون ته ایستلي وي. په انګلیسان کې خلک، شل میلیارده کاله وروسته د نړۍ د ختمېدو په اړه هیڅ اندېښمن نه دي. د دغه پېښې له راتلو مخکې کولی شئ ډېر ځله وخورئ، وڅکئ او خوشالیانې وکړئ.

که د نړۍ کثافت له بحراني حالت کم وي، جاذبه به کمزوري وي او وبه نشي کولی ترڅو له یوه بل څخه د کهکشانونو د لرې تللو مخه ونیسي. دوی به ابدي له یوه بله لرې روان وي. ټول ستورې به مړه شي، نړۍ به ورو ورو خالي او سړه کیږي. په هر صورت به نړۍ ختمه شي، خو په دې حالت کې به نړۍ په ډېر عجیب ډول ختمه شوې وي. دې پېښې ته لاهم څو میلیارده کاله وخت لرو.

په دغه پوښتنه کې مې د نړۍ د پیل، راتلونکي او ځانګړتیا په هکله د توضح هڅه وکړه. نړۍ په تېر کې وړه او متکاثفه وه، بیخي داسې لکه یو چهارمغز. دا لیکنه مې په همدې خاطر د چهارمغز په یادولو پیل کړه. دغه چهارمغز ټول هغه څه چې په حقیقي وخت کې پيښ شوي، څرګند کړل. نو هاملیت سمه خبره کوله. زه کولی شم په یوه چهارمغز کې محدود شم، او ځان د بې انتها فضا پاچا وګڼم.

له سترې چاودنې مخکې څه و؟

د سرحد نه موجودیت وړاندیز په اساس، (له سترې چاودنې مخکې څه وو؟) پوښتنه بې معنی ده. دا پوښتنه ځکه بې معنی ده چې له سترې چاودنې مخکې اصلاً د وخت مفهوم نشته. د وخت مفهوم یوازې زموږ په نړۍ کې معنی لري. دغه پوښتنې داسې ده لکه څوک چې وپوښتي د جنوب قطب جنوب چېرته دی.

Comment Form

guest
0 Comments
Oldest
Newest Most Voted
Inline Feedbacks
View all comments