د المپیاد اعلان

له هیجان او خوشالیو ډکه شیبه ده چې موږ د ډاکټر فضلهادي وردک د المپیاد ګټونکي اعلانوو. له ټولو ګډونوالو مننه چې د ټاکل شوې موضوع په هکله یې علمي او فلسفې لیکنې ک ړي دي. د زرغون له لورې ټاکل شوي هئیت په پوره دقت ستاسو لیکنې ولوستلې او له دې ډلې یې شپږ مقالې (ګټونکي) د غوره لیکنو په توګه انتخاب ک ړي. زرغون د المپیاد ګټونکو ته د مبارکۍ ترڅنګ له ټولو ګډونوالو مننه کوي.

د جایزې ورکولو مراسم

د المپیاد ټولو ګډونوالو څخه په درنښت هیله کوو چې په ) 1403-05-28 ( نیټه د جایزې ورکولو په مراسمو کې ګډون وکړي. له دې چې زرغون اوس په هېواد کې حضوري فعالیت نه لري، نو په دې اساس دغه مراسم به د )زوم انلاین پلاټفارم( له لارې اعلانیږي.

مننه

زرغون له ټولو هغه کسانو چې د ډاکټر فضلهادي وردګ په المپیاد کې یې مرسته کړې مننه کوي. موږ په ځانګړي ډول د مقالو ارزولو له هئیت او د المپیاد له تنظیمکوونکو منندوی یو. ستاسو د ملاټړ او نه ستړې کېدونکو هلو ځلو له امله موږ نن د جایزې ورکولو مراسمو تابیا نیسو. زرغون د هېواد په ساینسي تاریخ کې یو بېساری ګام په بریالیتوب اخیستی. دغه بریا دې ټولو ته مبارک وي. د جایزې ورکولو په مراسمو کې د لیدو په هیله! د زیاتو معلوماتو لپاره موږ په ) +92 3346166820 ( شمېره موندلی شئ.

Comment Form

guest
0 Comments
Oldest
Newest Most Voted
Inline Feedbacks
View all comments