د دوکتور فضل هادي وردک المپیاد​

معرفي

د دوکتور فضل هادي وردګ المپیاد، د ساینسي مقالو لیکلو سیالي ده چې هر کال د ښوونځیو زدهکوونکو او د پوهنتون محصلینو ترمنځ ترسره کیږي. په دې کار سره، د افغان ساینسپوه دوکتور فضل هادي ور دک علمي فعالیتونو ته د درناوي ترڅنګ، ځوانان ساینس او فلسفې ته هڅول کیږي.

موخه

د دوکتور فضل هادي وردګ المپیاد موخه، د افغانستان نامتو ساینسپوه ارواښاد ډاکټر وردګ علمي میراث ته درنا وی او د ښوونځيو زدهکوونکو او د پوهنتون محصلینو ترمنځ په ملي ژبو د علمي څېړنو عامول دي. موږ په دې توګه ګډون کوونکي هڅ وو ترڅو علمي موضوعات وپلټي، انتقادي فکر وکړي او خپل نظریات په منظم او مدون شکل بیان کړي. د دې نوښت له لارې، موږ د افغان ساینسپوهانو راتلونکی نسل هڅوو، ترڅو د هېواد د ساینسي بهیر په وده کې برخه واخلي. په همدې هیله!

جایزه

د سیالۍ لومړي، دویم او درېیم مقام ته جایزه په پام کې نیول شوې. یعنې موږ به درې غوره مقالې د ښوونځي زده کوونکو له ډلې او درې غوره مقالې د پوهنتون محصلینو له ډلې د جایزې وړ ګڼو.

د مقالې لیږل

· خپله مقاله (zarghoontranslating@gmail.com) برېښنالیک ته واستوئ.

·  د برېښنالیک په موضوع کې (د دوکتور فضلهادي وردګ المپیاد) ولیکئ.

· له خپلې مقالې سره د المپیاد د ګډون فورمه (د المپیاد د ګډون فورمه) مل کړئ.

د پورتنیو لارښوونو په دقیق عملي کولو سره، تاسو د المپیاد د ګډونکوونکي په توګه پېژندل کیږئ. د زیاتو معلوماتو لپاره موږ په (+92 334 6166 820) شمېره موندلی شئ.  

Comment Form

guest
0 Comments
Oldest
Newest Most Voted
Inline Feedbacks
View all comments