
د استاد غلام سخي رسولي د ساینس غوره ښوونکې جایزې د ګټونکي اعلان
خوښ یو چې د استاد غلام سخي رسولي د ساینس غوره ښوونکي د جایزې ګټونکی اعلانوو. د جایزه ګټونکی (ګټونکی) د ساینس هغه ښوونکی دی چې، د نوي تدریسي میتود په مرسته یې زدهکوونکي ساینس مضامینو ته هڅولي، خپل مسلک ته ژمن دي، او په ټولنه کې د ساینسي زده کړو په وده کې د پام وړ ونډه لري. موږ د ساینس غوره ښوونکي د ټاکلو لپاره یو باصلاحیته هئیت ټاکلی، هئیت په پوره دقت د معیارونو په پام کې نیولو سره د غوره ښوونکي په تشخیص کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړي. زرغون د ساینس غوره ښوونکي ته د دې ستر ویاړ مبارکي وایي!
د جایزې ورکولو مراسم
زرغون خپلې ټولې چارې پر لیکه کړي، له همدې کبله به موږ د جایزې ورکولو مراسم د آنلاین پلاټفارمونو له لارې نیسو. په همدې دلیل له هېوادوالو هیله کوو چې د () میاشتې په () نیټه دې، د جایزې ورکولو په مراسمو کې ګډون وکړي او په خپل ګډون سره د ساینس غوره ښوونکي د هڅو ستاینه کړې وي.
مننه
موږ له هر هغه چا د زړه له کومې مننه کوو چې د استاد غلامسخي رسولي د ساینس غوره ښوونکي جایزې نومونې پروسه کې یې برخه اخیستې ده. د ساینس غوره ښوونکي د پیژندلو لپاره ستاسو ملاتړ مهم و. زرغون د نوماندانو، نوماندکوونکو او ټولو هغو کسانو څخه چې په دې پروسه کې یې برخه اخیستې، د زړه له کومې مننه کوي. زرغون د افغانستان د ساینس په تاریخ د لومړي ځل لپاره ارګانیکه هڅه پيل کړې، مننه چې په دې معنیلرونکي سفر کې زموږ همسفره یاست!