د استاد غلام‌سخي رسولي د ساینس غوره ښوونکي جایزه

معرفي

هیله اکاډمي چې د زرغون انلاین ښوونو دیپارټمنټ دی، په پام کې لري چې په هېواد کې د ساینس‌ فرهنګ د ترویج لپاره هر کال د استاد غلام‌سخي رسولي په نامه، د ساینسي مضامینو غوره ښوونکي ته جایزه ورکړي. استاد غلام‌سخي رسولي د ساینسي علومو ښوونکی و چې تر نوي کلنۍ پورې یې ساینسي علوم تدریسول. نوموړي ان په خپل کور کې د انجونو د زده‌کړو وړیا مرکز جوړ کړی و، چې په مرسته یې د وردګو ولایت، د چک ولسوالۍ د لالاخېلو کلي ډېرو انجونو لیک لوست زده کړل. زموږ په وطن کې 65 کلني د تقاعد سن دی، اما استاد رسولي له تقاعد وروسته تقریباً دېرش کاله داوطلبانه ساینسي علوم تدریس کړل. زرغون هیله لري چې د افغانستان ټول ښوونکي دې، د ارواښاد استاد رسولي په څېر ښوونې او روزنې ته ځان وقف کړي.

موخه

د استاد غلام‌سخي رسولي د ساینس غوره ښوونکي جایزه، هر کال د ساینس هغه استثنايي ښوونکي ته ورکول کیږي چې د تدریس پر مهال له غوره میتودونو کار اخلي، د خپلو زده‌کوونکو د ساینسي سواد په لوړولو کې رغنده رول لوبوي او د ساینس فرهنګ په ترویج کې نه ستړي کېدونکي هلې ځلې کوي. د دغه جایزې موخه د ارواښاد استاد غلام‌سخي رسولي ښوونیز میراث ته د درناوي ترڅنګ د ساینس ښوونکي هڅوي ترڅو د ساینس د تدریس پرمهال له ښو میتودونو کار واخلي، په تدریس کې نوښت وکړي او ټولنې ته ښه ساینس‌پوهان وړاندې کړي.

جایزه

ایوارډ

ستاینلیک

کتابونه

نقدي جایزه