د ساینسي کتاب غوره ژباړې جایزه

معرفي

د استاد پښتون ګل رسولی په نامه په پام کې نیول شوې ده، ترڅو د استاد لیکن‌هڅو ته د درناوي ترڅنګ، په پښتو ژبه کې د ساینسي متن تولید هم پراخ شي. استاد پشتون‌ګل رسولي د ریاضي برخې متقاعده ښوونکې ده چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې یې ریاضیات او فزیک تدریس کړي او له تقاعد وروسته یې په ریاضیاتو برخه کې لسګونه کتابونه پښتو ژبې ته ژباړلي. دا جایزه هغو کسانو ته د درناوي په پار ورکول کیږي چې په پښتو ژبه د ساینسي متن د ژباړې ماموریت پرمخ بیايي، د ساینسي موضوعاتو د ژباړې له لارې ساینس ته د خلکو لاسرسی اسانه کوي او په دې توګه په ټولنه کې انتقادي تفکر ته وده ورکوي.

موخه

  • په افغاني ټولنې کې د ساینسي کتابونو د ژباړې عامول.
  • د ساینسي کتابونو د لوست رواجول.
  • د استاد پشتون‌ګل رسولي لیکن‌هڅو ته درناوی.

شرایط

.د استاد پشتون ګل رسولي جایزه به هغه کتابونو ته ورکول کیږي، چې په ساینس (فزیک، ریاضیاتو، کیمیا، بیولوژي او ستورپوهنه) برخه کې په ملي ژبو لیکل شوې وي

جایزه

ایوارډ

ستاینلیک

د ساینس اړوند کتابونه

نقدي جایزه

:د اعلان نیټه

ژباړن کولی شي تر [نوومبر 10مې] نیټې پورې زرغون بنسټ ته خپل کتابونه راولیږي. ګټونکی کتاب به په [د ډسمبر 28مه] نیټه چې د استاد پشتون‌ګل رسولي د زوکړې له ورځې سره سمون لري، اعلانیږي.